تبليغاتX
پرانیستی لیک

پرانیستی لیک

لیکم-نو یم...

 

چین در کمال ظرافت به بی-۵۲ چنگ و دندان نشان داد با اینهم چیزی نمانده بود به چینی بودنم افتخار کنم.

+ نوشته شده در  9 Aug 2008ساعت 10:9  توسط عبداله هسک  | 

 

ګاونډى غل مه نيسه!

 

فاروق سلهريا، دې نيوز (پاکستان)

پښتو کونکى: عبداله هسک

 

د بشري حقونو په هکله د نړيوالې بخښنې د ٢٠٠٧ کال ګزارش خپور شوى دى چې اسلامي نړۍ په کې د تير په څير تر ټولو ناښاغلى څپرکى جوړوي. د نړيوالى بخښنى لخوا د اسلامي نړۍ هر هيواد ته يا د اعدامونو او شکنجو له امله ګوت نيونه شوى يا د ښځو او قومي او مذهبي لږکيو په وړاندې د تبعيض له امله. هغه مجازات چې آن د ډبرې پېر کې چا ته ورکړل شوي نه ول، د يوويشتمې پيړۍ په اسلامي نړۍ کې اعمالیږي. په يوې قضيې کې د سعودي عربستان دوه وګړو ته د ٧٠٠٠ شلاق ضربو جزا واورول شوه. هو ٧٠٠٠ ضربې. او اعدامونه؟ تپوس يې مه کوئ؛ په ايران کې ٣٣٥، سعودي عربستان کې ١٥٨ او پاکستان کې ١٣٥ مورده. داسې بريښي چې د بشري حقونو تر پښو لاندې کول يوازينى ټکى دى چې ويشلې اسلامي نړۍ سره يو موټې کوي.

 

دا ګزارش هم مستثنا نه دى. هر وار چې کوم نړيوال سازمان خپل ګزارش خپروي، اسلامي نړۍ د بهانو په لټه کې کيږي. د بې پولي خبريالانو کلنى ګزارش وايي چې دلته د بيان آزادۍ تل ځپل کيږي. د بيان د آزادۍ په تړاو په عربي نړۍ کې دا ټوکه خوله په خوله کيږي چې په يوه غونډه کې يو امريکايي خبريال وویل: "په متحدو ايالتونو کې موږ د بيان بشپړه آزادي لرو. موږ کولى شو څومره چې زړه مو منلي وي د متحدو ايالتونو پر ولسمشر نيوکه وکړو." عرب خبريال په ځواب کې وايي: "موږ هم په عربي نړۍ کې د بيان بشپړه آزادي لرو. موږ هم کولى شو څومره چې زړه مو منلي وي د متحدو ايالتونو پر ولسمشر نيوکه وکړو."

 

همدا شان دا يا بنګله ديش يا پاکستان يا نايجريا ده چې د نړيوال روڼتوب د فساد د شاخص په سر کې راځي. خو هر کله چې د نړۍ د نوبل جايزې ګټونکي په ستکهلم کې سره راغونډيږي، مسلمان ساينس پوهان او ليکوالان پخپلې ناسوبتيا سره پام ځانته را ګرځوي. که چيرې د نجيب محفو‌‌ظ په څير کوم يو تن په دې جايزې وياړل شوى هم وي، هغه هم په چاقو وهل کيږي او فلج کيږي. له بده شوميته بريد کونکي حتا د هغه عالي کتابونه هډو نه و لوستي. يا موږ ډاکټر عبدالسلام [پاکستانی فزیک پوه چې د نوبل په جایزې ویاړل شوی و]  يوازې له دې امله رټو چې له احمديه ټولنې سره تړلى و. د ډاکټر سلام مورد په ځانګړي ذکر ارزي ځکه چې پوچوالى د نړۍ په دې برخه کې په ګوته کوي.

 

کله چې بله پلمه را نه ورکه شي بيا نو "يهودان" او "عيسوي" لويديځ دى چې د خپل پاتې راتګ لپاره یې ګرم وګڼو. د علمي او منطقي فکر په ځاى د توطئې تيوري ګانې د اسلامي نړۍ پر ډيرى برخې واکمنې دي. او هر ځل چې په ايران، سعودي عربستان يا پاکستان کې د حقونو د نقض کومه پيښ په ګوته کيږي، د مسلمانانو تيپيک ځواب دا دى: وګورئ عراق، افغانستان، فلسطين او چچينیا کې څه تيريږي. منم چې امپرياليزم او صهيونيزم زموږ په ناخوالو کې ښکيل دي؛ خو بيا هم ډير داسې ټپونه شته چې يوازې ور ته په لوی لاس پر ځان لګيدلي ټپونه ويلى شو.

 

د بيلګې په توګه د ايران-عراق جګړه درواخلئ چې د تيرې پيړۍ يوه تر ټولو خونړۍ شخړه وه. هيڅوک دا واقعيت نشي پټولې چې متحدو ايالتونو د صدام رژيم ملا وتړله. خو دا عرب شيخان ول چې د ايران انقلاب په ډار اچولي ول او د اور لمبو ته يې لمن ووهله. او عجیبه خو دا ده چې اوس له صدام نه وروسته عراق کې چې "عيسوي" لويديځ د صدام د مهال ٦٦ مليارد ډالره پور عراق ته بخښلى دى، د عراق عرب ورونه دې هيواد ته د ٦٧ مليارد ډالره پور له بخښنې څخه ډډه کوي.

 

همدا راز د تيرې پيړۍ د مسلمانو تر ټولو خونړۍ ټول وژنه د صربانو، اسراييليانو، امريکاييانو، اروپاييانو يا هندوانو په لاس تر سره نه شوه. دا د پاکستان پوځ و چې یوې دموکراتيکې فيصلې ته یې درناوی و نه کړ، او ختيځ پاکستان یې چې اوس بنګله ديش دى، د وينو په سمندر کې ډوب کړ. په مليونونو وګړي ووژل شو، معيوب شول، تيرى پرې وشو او بې کوره شول. له ښه مرغه پاکستان يو "هندو" ګاونډى لري. خو اوس پاکستاني ماشومان په ښوونځيو کې لولي چې ندوان له زيږيدو سره سم د اسلام غليمان دي او يو بنګالي غدار (چې بنګاليان يې د بنګله ديش د بنسټ ايښودنکي په توګه درناوى کوي) زموږ له "هندو" ګاونډي سره په تباني کې پاکستان دړې وړې کړ." په زړه پورې خو دا ده چې پاکستان د خپل سهيلي آسيا د ګاونډيانو په ډله کې له نيپال سره چې د نړۍ يوازينى هندو دولت دى، تر ټولو توده راشه درشه لري. بله ټول وژنه د اندونيزيا لخوا تر سره شوه چې د خپلو هغه وګړو په وينو يې منګولې تر څنګله ککړې کړې چې د کمونيست ګوند غړي ول.

 

شميرې په لاس کې نشته خو اسراييل نه ښايي چې په عرب وژنه کې له ايران سره سيالي وکړى شي. د ايران آخندي رژيم په نيول شويو ځمکو کې د عرب مسئلې قهرمان دى خو د دار ځندۍ په منظمه توګه د خوزستان عرب توکمو غاړې ته اچوي. د دې تر څنګ کولى شو چې د ايران وروستي ګام ته اشاره وکړو چې افغان کډوال يې له خپلې خاورې نه وشړل ګوندې چې افغان کډوال هومره مسلمان نه ول لکه څومره چې فلسطينيان. او نژدې يوه لسيزه مخکې پخپله د "افغانستان په پرزيدلي امارت" کې په زرګونه هزاره ګان د طالبانو په لاس سلاخي شول عمدتاً له دې کبله چې هزاره ګان شيعه دي*. په عراق کې ډير خلک په شيعه-سني نښتو کې وژل شوي دي نه د متحدو ايالتونو د نيواک پر وړاندې په مقاومت کې. په پاکستان کې د هند پر وړاندې د جګړو په پرتله، شيعه-سني نښتو ډير کسان له ژونده بې برخې کړي. جالبه دا چې د اسلامي نړۍ دا يوازينى "اتمي ځواک" د ختيځې پولې له اړخه د خپل "هندو" ګاونډي لخوا نه نيول کيږي بلکه ځمکه یې پر خپلې لويديځې پولې خپلو وګړو ته وبايلله.

 

دا لړۍ کيداي شي چې پر کويټ باندې د عراق يرغل او حماس-فتح تر منځ تازه اخ و ډب پورې وغځول شي (چې اسراييل ته د شپيته کلنۍ په کليزه شرمونکى ویاړ دی). دا نوملړ اوږد دى: په حقيقت کې ناپايه دی. خو بيا هم د ټولو ستونزو حل لاره تل ساده ده: هغه خيالي تيرمهال ته ستنيدنه چې له ښه مرغه د اومې پيړۍ خلکو ته يې هيڅکله شتون نه درلود. هر وار چې لويديځ کې يو ساينس پوه کومه اختراع کوي زموږ تيار ځواب دا دى: کوم څه چې لويديځ يوازې اوس موندلى دى، موږ پرې ١٤٠٠ کاله مخکې پوهيدو. د يو فلم سره په مخاميدو، تيو وانګوخ وژنو. کفرآميز او توکم پاله کاريکاتور ته په ځواب کې خپل ښارونه د اور په لمبو کې لو لپه کوو. خو بيا هم نه غواړو ومنو چې زموږ ځواب د هرې "پارونې" په وړاندې يا فتوا ده يا بې مغزه تاوتريخوالى- شاید کبل یې دا وي چې له خلاقيت نه کرکه لرو خو دا کرکه نه په دې خاطر ده چې موږ سمسور او حاصلخيزه ذهنونه نه لرو، بلکه په دې خاطر ده چې موږ رهايي او آزادي نه لرو—رهايي له هغه ذهني، اخلاقي او فرهنګي سانسورونو نه چې پخپله مو پر ځان تپلي دي؛ او د فکر او بيان آزادي. اوس وخت رارسيدلى چې د سوريې ستر شاعر نزار قباني ته غوږ ونيسو چې ويلي يې و:

 

پنځه زره کاله

ږيره پریښودل

پخپلو سمڅو کې.

زموږ رواج څوک نه پيژني،

سترګې مو د مچانو پټنځایونه دي.

ملګرو،

دروازې ماتې کړئ،

ماغزه مو پريمنځئ،

کالي مو پريمنځئ.

ملګرو،

يو کتاب ولولئ،

يو کتاب وليکئ،

کلمې، انار او انګور وکرئ،

د پرخې او واورو هيواد په لور روان شئ.

هيڅوک نه پوهيږي چې تاسې په سمڅو کې يئ.

خلک په تاسو د کم اصلو ګمان کوي.

 

* لیکوال په ناڅرګند دلیل د مسلمان پاکستان په لاس د مسلمان افغانستان ویجاړیدو ته هیڅ اشاره نه کوي.

 

بیا تر بیا!

 

 

+ نوشته شده در  24 Jul 2008ساعت 12:48  توسط عبداله هسک  | 

 

چیني کیسې (۹)

 

نړیدلی دیوال

 

د بډای پام شو چې د باران تیزه شیبه یې د انګړ دیوال ورنړوي.

زوی یې د دیوال چاود ور په ګوته کړ او وې ویل:

- بایده ده چې چاود ته په تراټ وتړو؛ که نه نو حرامیان به مو د شپې په تورتم کې له شته او نشت نه بې برخې کړي.

 

همدا شان د پولۍ پړک ته ناست ګاونډی د چاود په لیدو، ور په منډه شو چې: -تادي وکړه دې چاود ته خټه ورکړه؛ که نه نو حرامیان به دې د شپې په تورتم کې وڅنډي.

 

او دا پیښه هم په هماغه شپه پیښه شوه: کوم سړی د دیوال له چاود نه کور ته راواوخت او ټول هغه څه یې له ځان سره یوړل چې په تول سپک خو په بیه پوره ول.

 

بډای نورو ته په څه چې  له زوی نه یې اوریدلي ول باټې وهلې چې: "هو، داسې غوږن زوی لرم چې د پیښو وړاندوینې واک ته به یې هک پک شﺉ!" – په داسې حال کې چې د خپل ګاونډي خبره یې د دې دک و دلیل باله چې ګنې د کور غل همهغه دی!

 

همدا تر بیا!

 

+ نوشته شده در  14 Jun 2008ساعت 10:50  توسط عبداله هسک  | 

 

رژیدلی

  

یوه ورځ به درشمه هملنده او هلمندی به شم هلمنده. ستا د هرې ونې هرې څانګې، هرې پاڼې؛ ستا د مست او بهاند سیند هرې څپې؛ ستا د سال هرې وږمې ته به ووایم: صمد ستاسو رښتینی یار و؛ یاد او یادګار یې ګران ساتئ، په ویر یې ویرژلي اوسئ.

 

هلمنده! په ورټ ورټ به وژاړم او صمد به درنه غواړم. لاس به د لښکرګاه ګریوان ته واچوم چې ای د وحشت لښکره په تا څه شوي؟ ستا نه خو به د پوهې کاروانونه او لښکرونه تړل کیدل، د وحشت دا ناپایه لښکر به کله له ملا غوڅوې؟

 

صمده تیر کال همدا ورځې شپې وې چې په لومړي ځل مې ستا غږ واوریده، د بي بي سي فارسي څانګې ته دې رپوټ ورکوه، په ژبه پوره واکمن وې.  بیا مې واوریدې چې څومره خوږه او پسته پښتو غږیږي او د هلمندیانو په درد څومره خوږمن یې.  

 

بیا درسره پاتې شوم، یو کال درسره ملګری وم. پوهیدم چې زموږ د خشکۍ څاڅکی یې. ته هغه کس وې چې په دې بې ننګه ورځو شپو کې دې جوګمنتیا راکوله په لوړ غږ او هسکه غاړه ووایو: ای نړۍ، موږ هم یو!

 

 په وروستي ځل مې درې اونۍ مخکې واوریدې. د ګرمسیر بې ځایه شویو درسره د زړه خواله کوله، د هغوی ربړې او ستونزې دې راسپړلې وې، هماغه خوږ صمد وې او هماغه خوږه ژبه دې. بي بي سي انګریزي څانګې ته دې رپوټ ورکاوه، خو نه پوهیدم چې یوازې درې اونۍ وروسته به دا خوږ او خوږمن غږ د وروستي ځل لپاره په داسې حال کې اورم چې په ویر کې به یې لیکم.

 

راته له لومړۍ ورځې نه خوږ خوږ وې. یو دا چې نوم دې صمد بهرنګي ته ورته و چې زما د اتلانو په ډله کې دی، بل دا چې د بهرنګي په څیر په هغه سیمو کې به دې کار کاوه چې بل څوک ورته حاضر نه و. ځوان وې خو کار دې تر ډیرو پوخ عمرو لا پوخ و، لنډه موده په کار وه دې پایلې ته ورسیږم چې بي بي سي باید څومره له دننه پر روابطو وچلیږي ځکه چې هغه ګردي میزونه چې ځینې ډډ-غږي یې د پلار او ورور د حضور له برکته چلوي، باید تا چلولي وای، خو پر ځای یې ته د لښکرګاه او ګرمسیر په درد او دوړو کې ورک وې.

 

لکه چې د جهالت او تورتم د لښکر سپاهیان په دې پوهیدل چې زړه کې دې یوه څپه راولاړه شوې چې "یا به دا بې ننګه ملک بڼ د عدن کړم – یا به کړم د پښتنو کوڅې ویجاړې". همدا و چې د غم کوډله یې پر سر درونړوله. او پنځه ویشت کاله دې لا پوره نه ول چې په تنکۍ غرمه کې یې ژوند درنه واخیست او ستا د ګلالۍ لور پر شونډو یې موسکا ور وچه کړه.

 

مارکوت بیګل یو وار لیکلي ول: له خوار شامته به مو وي/ څه چې غواړو یا مو لاس ته نه راځي/ یا د ګوتو له څوکو مو وځي.

 

 ته د وحشت په دې بیدیا کې د ګل هغه وروستۍ پاڼه وې چې زموږ د ګوتو له څوکو ووتله.

 

په دې ناهیواد کې چې جانیانو او خاینانو ته پر ویر لیکنې سیالي کیږي او واټونه یې په نوم نومول کیږي، اوس وګورو چې ستا یاد او ویاړ او ویاړنه څومره درنده ساتي؟ ته خو د خپل ولس په درد دریدلی وې او د هغوی پر پرهرونو پټۍ ایښودنې کې دې ځان ستي کړ. 

 

 

+ نوشته شده در  9 Jun 2008ساعت 11:57  توسط عبداله هسک  | 

 

کوچنۍ چيني کيسې (٨)

 

هغه زوى چې د مور په مړينه...

 

دوه کورنيو يوه کور ته اړولې وه.

هغه کورنۍ چې کړکۍ يې لمرخاته ته خلاصيده، ويرجنه شوه؛ ځکه چې مور يې د مړينې پر درشل ولاړه وه. د کورنۍ هلک د مور پر تلتک ګولۍ ګولۍ اوښکې تويولې، خو له ليرې ښکاره وه چې د زړه په زړه کې نه ژاړي.

 

زوى په هغه کوټه کې چې کړکۍ يې لمرپريوته ته خلاصيده، مور ته دا وويل:

-         د اجل غشى دې له وتره په خلاصيدو دى او وخت يې رارسيدلى دى چې په ځان شې او توښه تهيه کړې... خو زه ستا په وړاندې لوړه کوم چې له ګاونډي نه په توپير به ستا د مرګ په وير کې داسې ويرژلى شم چې زما د تړمو اوښکو په ليدو د ټولو زړونه ويرژلي شي!

 

آه! هغه زوى چې د مور په مړينه يې رضا راشي، په کوم شان به د هغې پر جنازې وژاړي؟

 

هوئه ى – تان – تسه

 

 

تر بیا، همدا!

 

+ نوشته شده در  18 May 2008ساعت 15:31  توسط عبداله هسک  | 

 

کوچنۍ چينې کيسې (٧)

 

د زرکې او کارغه تګ

 

سي چه – هغه ګلالۍ پيغله چې د دنيا ښايست پرې پروت و – ناروغه او پر تلتک شوه. ويل کيدل به چې د زړه ناروغه ده. دا ځکه چې لاس يې تل پر ټټر و او نرۍ وروځې به يې ګونځولې چې د زرځو سترګو ښکلا به يې ورته يو په دوه کوله.

 

هم په دې چم کې اوسيده يوه بې ډوله انجلۍ چې په ګمان يې د سي چه کوډګره ښکلا له دې ده چې لاس پر ټټر ږدي او وروځي راګونځوي. په دې ناسمې انګيرنې د سي چه په پل روانه شوه، لاس به يې ټول وخت پر ټټر و او خپلې ببرې وروځي به يې راګونځولې. – دا هغه بې ډوله نخره وه چې نوره به يې هم بې ډوله کوله او د چم ګاونډ ځلميان به يې لاپسې بې مينې کول.

 

تر بيا

 

+ نوشته شده در  17 Apr 2008ساعت 14:16  توسط عبداله هسک  | 

 

کوچنۍ چیني کیسه (۶)

 

منلی ماهي

 

په ډاګ کې د لارې پر سر، چنار دنګه غاړه ولاړ و- داسې چنار چې پوخ عمر یې منځ تش او په تنه کې یې ډډ راپیدا شوې و، او چې باران به راښکې شو، نو ډډ به یې په اوبو ډکیده.

 

له ورځو نه یوه ورځ، ماهي والا چې د ماهیانو کار-و-بار به یې کاوه، او ژوندي یا ساه ختلي او ونډ ونډ ماهیان به یې له یوه ښاره بل ښار ته وړل، یوه شیبه د زاړه چنار سیورې ته ډډه ووهله او چې دا سترګې یې په چنار کې په ډډ ولګیدلې چې په اوبو ډک دی، لیوال شو او د زړه د شیطان خبره یې ومنله، کوچنی ماهي یې د ماهیانو له کجاوې راوویست، اوبو کې یې خوشې کړ او خپله مخه یې ونیوله.  

 

خو هغه لاروي چې ډډ یې ولید او ماهي, نو ګوته په غاښ, ډاډ یې وشو چې یوه نه یوه معجزه شوی دی.

نورو هم داسې وویل او لا څو ورځې شپې یې په منځ کې نه وې وتلې چې د خدای مخلوق به د زاړه چنار لیدو ته له هرې خوا جوپه جوپه راتلل، له نذرونو او نیازونو سره. هغه ځای داسې نامي شو چې نوم به یې خوله په خوله ګرځیده. تر څو چې ماهي والا له سفر نه راستون شو او لاره یې په هماغه چنار وربرابره شوه او د خدای مخلوق یې ولید او په کیسه پوه شو. ویې خندل چې: عجیبه ولس چې تاسې یئ! دا ماهي ما په ډډ کې خوشې کړی و.

هغه وخت یې کنډه اوبو ته واچوله، ماهي یې ونیوه او کجاوې ته یې کړو او خپله مخه یې ونیوله.

 

چوانګ – چه – نوئو

 

تر بلې

+ نوشته شده در  8 Apr 2008ساعت 13:55  توسط عبداله هسک  | 

کوچنۍ چيني کيسې (۵)

 

لرګین او خټین

 

شاهزی منک چانګ په دې تکل و چې خپل ټاټوبی –تسي ایالت– پریږدي او د تسین پادشاهۍ د اویجې په لور ودرومي چې فکر یې کاوه هغه وطن کې به پر لوړو منصبونو ډډه ولګوي. خو د غوړه مالانو ټولې هڅې له یوې مخې ابته پاتې شوې چې هغه له خپل تکل نه راواوړي. تر څو چې د هغوی له ډلې یو تن په کنایه یو نکل وکړ چې په اوریدو یې شاهزی د یانه له تکل نه لاس په سر شو.

 

هغه سړي داسې ویلي و:

یوه ورځ د هغه سړي د کور له څنډې تیریدم چې ننځکې به یې جوړولې. د ور له شا نه مې د دوو ننځکو تا ویلې-ما ویلې واوریدې چې یوه یې لرګینه او بله یې خټینه وه.

لرګینې، خټینې ته دا وویل:

-         ته له آره یوازې یو موټی خاوره یې د لویدیځ سیند پر غاړه او بل څه نه. له هغې بې بیې خاورې نه دې هست شوی دی. اوس که باران راښکې شي او بلۍ دې پر سر نه وي، هر ګوره به هماغه شي چې وې.

بیا مې ځواب لوڅې خټینه واوریده چې خپلې کست ناکې ګاونډۍ ته یې دا وویل:

-هو، سمه ده چې ړنګه به شم. خو په سادګۍ به خپله پخوانۍ بڼه بیا ومومم او یو موټی خاوره به شم... خو ته خپل ځان وایه چې د ختیځ ډنډونو پر څنډو ولاړ چنار نه یې جوړه کړې یې. منم چې شړق باران به هیڅ تندر دربارندې و نه لګولي!...خو څرنګه به خپلې پخوانۍ بڼې ته ستنه او چنار به شې؟ او څرنګه به بیا پر ختیځو ځمکو د ډنډ پر څنډه راشنه شې؟

 

شاهزي منک چانګ هغه پند وموند چې په دې نکل کې نغښتې و او له خپل تکل نه په شا شو.  

 

تر بلې

 

+ نوشته شده در  7 Apr 2008ساعت 12:55  توسط عبداله هسک  | 

 

کوچنۍ چيني کيسې (۴)

 

ګیدړ او ببر

 

 وږی ببر د ځنګله په زړه کې له ګیدړ سره مخ شو او لاره یی ورخنډ کړه. ګیدړ بی له ډاره وویل:

-ما ته د تاوان رسونې هډو فکر و نه کړې چې د آسمانونو واکمن ځمکې ته رالیږلی یم تر څو د ځنګلونو په لر-و-بر واک وچلوم... او نااېلو ته یې له درندې نه درنده سزا مقرره کړې.

وږي ببر د دې یو موټي ګیدړ تنه له نظره تیره کړه.

ګیدړ وویل:

-که یې نه منې نو ما پسې روان شه چې په څنګل کې یوه شیبه وګرځو. د سر په سترګو به ووینې چې زما حضور د ځناورانو وارپار په څه شان خطا کوي.  

ببر ومنله او په ګام وهلو شول. ګیدړ مخکې، هغه ورپسې.

د وږي ببر په لیدو د ځناورانو وارپار داسې خطا شو چې هر یو په یو لور په منډه شو.

هغه وخت ډارن ګیدړ، داړن ببر ته مخ واړوه:

- اوس نو څه وایې زما په پرتم چې ویښته د هر ځناور پر ځان ببروي؟

ببر، پښې او لاس یې لرزان، په خاورو ورغښت چې:

- زما سروره! ګناه مې زما په ناپوهۍ وبخښه!

  

تر بلې

 

+ نوشته شده در  5 Apr 2008ساعت 15:20  توسط عبداله هسک  | 

 

کوچنۍ چيني کيسې (٣)

 

ګونګى او ګوګوشتو

 

هغه ګونګى چې ختيځ لور ته الوت، له آده-باده لويدلى په ځنګل کې راکيناست. ګوګوشتو چې هم مزل وهلو زرې کړى و، ترې وپوښتل:

-         په کومې خوا ځې؟ لکه چې تادي دې ده؟

ګونګي وويل: -ځاله مې شا ته پريښې، د ختيځ لور ته ځم چې بله ځاله په بل ځاى کې ودانه کړم.

-         ولې څه درباندې شوي چې مينه او مېنه بايد پريږدې؟

-         په لويديځ ځمکې پروت ولس ما نه خوښوي او غږ مې سپيره بولي.

ګوګوشتو وويل: هى، که داسې وي نو د ځالې بل کول حاصل نه لري.

-         نو ما ته څه کول په کار دي؟

-         ځاله نه، غږ دې بل کړه.

 

 بلې پورې

 

 

+ نوشته شده در  3 Apr 2008ساعت 12:41  توسط عبداله هسک  | 

 

کوچنۍ چيني کيسې (۲)

 

د سوى په تمه

 

د سونګ پادشاهۍ په اويجه کې د کر په مهال د کليوال سترګې په سوى ولګيدې چې د هغه د پښو په ټپ ټپ د غشي په چستۍ له بوټي شا نه په منډه شوه، له څانګورې-پاڼيزې ونې سره وجنګيده، ورميږ يې مات شو او سړه خوله واوښته.

کليوال بې لدې چې لاس يې تڼاکې شوى وي، نامنتظره روزي له ځمکې راپورته کړه او ځان سره يې کاله ته يوړه.

د هاتي په غوږ کې بيده کليوال له هماغه ورځ نه به هر سهار کروندې ته تللو، ونې لاندې پر ځمکه زنګون په غيږ کې نيولى به په تمه کښيناسته – د بلې سوى په تمه چې له کومه به سر راپورته کړي، ونې سره به وجنګيږي او ورميږ به يې مات شي.

بله سوى د کليوال ګوتو ته رانغله. خو پخپله تر مودو مودو د خلکو د ملنډو شو چې د سونګ پادشاهۍ په اويجه کې اوسيدل.

 

تر بلې

 

+ نوشته شده در  2 Apr 2008ساعت 13:2  توسط عبداله هسک  | 

 

کوچنۍ چيني کيسې (١)

 

ماهي په لښتي کې

 

چوانګ تسه چې د جرګو سړى و او سر يې ډک خو لاس يې تش، يوه ورځ په لاره روان شو او د ويالې په لور لاړ چې له شتمن ارباب نه چې کور يې په هغه چم کې و څه شى په پور واخلي .

خو شتمن ورته وويل:

-بې له شکه هغه څه به درکړم چې په پور يې غواړې. خو بايده ده چې لږ تم شې چې فصل شين شي او درمند راټول کړم، نو بيا په د سپينو درې سوه سکې دروشميرم.

او چوانګ تسه داسې وويل:

-پرون چې ستا د کور په نيت له ډاګ نه راتيريدم په وچ لښتي کې مې کوچنى ماهي وليد چې نارې وهي: لارويه! زه د سيند د ماهيانو له آره يم چې له شامته يې دې لښتي ته ګوزارلى يم. که ژغورنې ته مې ملا و نه تړې، د سترګو په رپ کې به ميرات شم او ساه به مې وخيژي. آيا کولاى شې يوه بوکه اوبه راکړې؟

ما ورته په سر اشاره وکړه او ومې ويل: بې له شکه څه چې غواړې در به يې کړم... زه له دې ځايه د هغه چا د ليدنې په نيت تيريږم چې د پراخې اويجې څښتن دى. په پراخو ځمکو کې يې ګڼې ويالې بهيږي. چې ورورسيدم نو په درنښت به ترې وغواړم چې فرمان ورکړي چې کليوال يې پر ويالې بند وتړي او اوبه دې وچ لښتي ته راماتې کړي تر څو ډډې دې لمدې شي!

ماهي چې پر خاوره ترپيده ويې ويل: آه! ځانله يوه بوکه اوبه مې ژغورلاى شي... که لاس تر زنې کښينم چې کليوال دې پر ويالې بند وتړي او اوبه دې دې ډنډ ته راماتې کړي، مګر که د ساه ختلو ماهيانو په ډله کې مې بيا ومومې!

 

چوانګ تسه

 

تر بلې

 

+ نوشته شده در  1 Apr 2008ساعت 13:9  توسط عبداله هسک  | 

 

 

که ماته شي...

بيا هم ماته شي...

لا پر ځاى ده

      سپوږمۍ پر اوبو

 

د جاپاني شعر ژباړه

 

+ نوشته شده در  31 Mar 2008ساعت 13:9  توسط عبداله هسک  | 

 

داسې وليکل جبران:

 

ته که خپل راز په ونې وسپارې، نو ګيله ګوڅه به نه کوې که ونه ستا راز په سيلۍ وسپاري.

تر بلې

 

+ نوشته شده در  29 Mar 2008ساعت 11:44  توسط عبداله هسک  | 

 

 

Through the looking glass

 

Pukhtoons face a multitude of problems. Most of these are ingrained in their social structure; others are creations of their own. We are living in the 21st century – the post-modern and post-industrial world of the information age in the increasingly shrinking world of a global village. The world has become very small, and adherence to some common universal principles is increasingly becoming unavoidable. The changes are rapid. The transformations which earlier needed centuries to take effect are now happening within the span of decades. You have to keep pace with the developments if you want to claim and enjoy any share of this world.

Without women's participation in the socio-economic, cultural and political life of the world the present level of development would have been unthinkable. Gender equality is something taken for granted in the global village. But the Pukhtoons as a nation have successfully excluded women from all human endeavours except the procreation of their species in disproportionate numbers. The empowerment of women is anathema to most Pukhtoons. They have no rights in their society. During elections, village elders belonging to opposing parties try to reach a consensus in not allowing womenfolk to exercise their right to vote.

Times are changing but very slowly, and we lag far behind other nations in our attitude towards life. The Election 2002 proved yet another time that Pukhtoons as a nation are unable to find out the correct path to solve their problems. No doubt so-called nationalists and liberals have harped on abstract slogans and have delivered nothing tangible. Yet the choice before the Pukhtoons could have been different had they ever thought about their rightful place in the modern world. The always seek refuge in ignorance and retrogression.

Pukhtoons are happy with their archaic tribal structure. A large part of our society is content living in its tribal particularism, which people cherish as freedom. Those who live in Afghanistan and are supposed to be untainted by imperialistic and alien influences are worse than the other two categories. The continuation of more than two decades of war their inability to sort it out has proved their historic limitations. Money and religion can easily lead them on a self-destructive course. And they conveniently lay blame on others for all their woes.

The attitude of the ordinary Pukhtoon does not at all tally with the modern world. Illiteracy and poverty are common. Most of us don't send our children to school. Female education is still disliked by the majority of Pukhtoons. We take pride these things, which in reality should be a cause of shame. We shun science and technology. We are good at following the ignorant mullah and conforming to his grotesque world outlook, rather than following the real essence of Islam and accepting the realities of the modern day world. Reason and knowledge do not appeal to us. This is the general backwardness from which our people suffer. Hence the claim of most Pukhtoons: whatever good is found, is there because of us and whatever bad is found in society is the creation of aliens.

Our intellectuals are no better. They suffer from an inferiority complex, and spin theories after theories crying to prove that Pukhtoons are the best nation on the surface of the earth. Only Germans can excel them in quality, some would argue. This, in spite of the fact that Pukhtoon contribution to world civilization is negligible. How many inventions have they made? How many philosophers and scientists have they produced? How many real religious scholars have they presented to the world of Islam? What is their architectural heritage, are there any historic buildings made by them? Is there something to count? The lure of loot and booty could easily fire their imagination. At the time when physical strength was needed, they produced some fine conquerors. But in the battle of intellect, the need of the modern age, they stand as losers. In spite of the fact that they have been ruling as conquerors on an alien nation, they have not been able to establish any workable or modern state on their own soil. Founded by them, Afghanistan never became a real Afghan (Pukhtoon) or even a modern state because of the inherent weakness in their tribal structure, and they resist change. They have never been a tax-paying nation, therefore, their claims of a larger share do not meet the criterion of any modern statehood.

There is nothing to be proud of. The trouble is that our political classes are also bankrupt. The time has come to tell the truth – the truth about one of our famous political movements of the twentieth century, Khudai Khidmatgar-cum-Congress. We are still carrying its pre-Partition baggage, which has shackled all our political classes. It is time now to recognize it, and analyse and dissect it. Its only contribution is the evolution of a secular outlook in a society largely dominated by the grotesque worldview of the ignorant mullah. The tolerant attitude that the movement produced must be cherished and carried forward. However, the said liberal and semi-secular attitude was not the result of any well thought out philosophy; it was instinctive in nature because of long association with Congress and then with communists and other secularists.

The world has since changed beyond recognition. The Cold War blinded us: we found it hard to distinguish fact from fiction. Our sense of history was flawed due to the big divide which existed in the realm of epistemology. Changes took place even in our own region. The old methodology and old understanding need a fresh look. Moreover, every generation has the right to reinterpret its history in its own perspective. When new facts and new urgencies are brought forth by life, it becomes all the more imperative to glance back in order to find out the right path for the future. History is there to teach us. It is also an unending argument. If it is full of fiction and untruth, we won't be able to find the way ahead. The best course to do is to see our faces in our own mirror, which will reflect our true face. Let us face reality. Let us not be blinded by false pride. Democracy demands open discussion, even if it is bitter.

 

یادونه: دا چې لولئ د پاچا خان په هکله د جمعه خان صوفي د ليکلي کتاب لنډه شوې سريزه ده چې د پښتنو وضعیت راسپړي. دا تر ټولو ښه کتاب دی چې ما کله هم د پښتنو په هکله لوستی.

هسې هم پښتانه وايي چې "بې له خيبر او انګريزي لاره نشته" نو ځکه مې پښتو نه کړه.

ما د سریزې په ځاي Through the looking glass غوره وګڼه.

 

تر بیا.

 

 

+ نوشته شده در  15 Mar 2008ساعت 12:32  توسط عبداله هسک  | 

 

بلی، اما...

 

باز بحث واژه های "مظنون، متهم و گنهکار" داغ است. این بار وزیر اطلاعات و فرهنگ و ماجرایش با خبرنگار تلویزیون ملی در مزار شریف این بحث را سبب شده است. قرار گزارش ها، این خبرنگار در گزارش هایش واژه های "دانشگاه" و "دانشکده" را به کار می برد که در پی آن وزیر دست به کار شده و او را از وظیفه اش سبکدوش کرد. من از آوردن نام این خبرنگار خودداری می کنم چون به اندازه کافی به شهرت آسان و ارزان دست یافته است و نیازی به ذکر نامش نیست. این واژه ها چنان سود آور شده که برخی از مطرح ترین چهره های فرهنگی امروز تنها به خاطر تاکید هیستریک شان بر استفاده ازین واژه ها، چهره های مطرح فرهنگی شده اند که اگر طلسم این واژه ها در میان نبود، حتی اغماض نگر ترین افراد هم آنان را معلم "قرائت دری برای صنف ششم" نمی کردند. 

اصلاً نمی خواستم درباره جنگ واژه ها بنویسم. برای این کار سه دلیل دارم:

یک روز در صنف بحث بر سر "ه ملفوظ و غیرملفوظ" بود و اینکه "زندگی" یا "زنده گی". خسته تر از اسپ های بزکشی شدیم (روش بحث کردن در پوهنتون بی شباهت به بزکشی نیست)، اما توافق محال بود. یکی از همصنفان اصلاً علاقه ای به این بحث نشان نداد. در پایان نظرش را پرسیدیم. خنده کنان گفت: "عجب شهری، هیچ کس بر سر زندگی بحث نمی کند، اما حاضرند ساعت ها بر سر چگونه نوشتن اش بحث کنند." پاسخ نیشدار اما آموزنده بود. اسمش را چه دانشگاه یا پوهنتون یا به پیشنهاد برخی دانشتون یا پوهنکده بگذاریم، هیچ تفاوتی به وضعیت نابسامان این نهاد آموزشی نخواهد داشت که چهار سال از عمرت را به گرو می گذاری اما با دستان خالی تر از پیش از آن بیرون می آیی.

دلیل دیگر: احمد هژده ساله را از هرات آوردند که با سی تن دیگر برای یک هفته زیر برف گیر مانده بود. هژده تن از میان شان جان دادند. چاره ای نبود؛ داکتران یک دست و هر دو پایش را بریدند.

دلیل سوم: جان کامبخش عزیز در خطر است. تبهکاران می خواهند با بلعیدن او از آزاد اندیشان زهر چشم بگیرند. می توانستیم این "نواله را به کام شان زهر افعی" کنیم اگر...

به باورم توطئه ای در کار است. نمی گویم توطته ای از پیش طراحی شده چون هیچ توطئه ای در جریان یا پس از اجرایش طراحی نمی شود. دولت و دوستان جامعه بین المللی اش به خاطر بیکارگی در رویا رویی با سرمای زمستان که جان هزار تن را گرفت با عکس العمل تند رسانه ها و وبلاگ نویسان رو به رو بود. دولت ها همیشه نیاز به فرصت برای اغوای اذهان عامه دارند، و در جوامعی با کثرت قومی-زبانی افغانستان، دولت اگر وزیری از نوع کریم خرم و اپوزیسیونی از نوع حفیظ منصور داشته باشد، چنین فرصت ها نادر نیست.

برگردم به دانشگاه و محیط تحمل ناپذیرش و این که از حق هر فرد در کاربرد واژه ها دفاع می کنم اما پیش از آن ذکر چند نکته: